د نشراتو معين د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او تاريخي آبدو څخه ليدنه وکړه

rahim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۲:۲۵
Parwan province

 

دو شنبه (۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي پروان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کارکوونکو سره د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو اورېدلو په موخه وکتل او د توپدرې له سټوپې‌څخه يې ليدنه وکړه 

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي له نشراتي معين سره د کارکوونکو د پيژندنې ترڅنګ د شته لاسته راوړنو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

مولوي حيات الله مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې وویل: اطلاعات او فرهنګ له معنوي اړخه خورا مهمه څانګه ده او د ټولنې ټول معنوي اړخونه سره رانغاړي، که غواړو یوه بريالۍ اداره ولرو، باید یو بل سره ورورولي، صمیمیت او همغږي ولرو او د یو او بل سره د ستونزو په حل کې ګډ ګامونه واخلو او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو د اسلامي اصولو په رڼا کې کار وکړي او تعصب څخه ځان وساتي.

د‌غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست اړوند شته ستونزې معین صاحب سره شریکې شوې، چې نوموړي د یادو ستونزو حل په موخه پوره ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې پوره هڅه کوي ترڅو شته ستونزې حل شي.

همدا راز د نشراتو معين مولوي حیات الله مهاجر فراهي د پروان ولايت د توپدرې له سټوپې څخه ليدنه وکړه او ويې ويل: اسلامي امارت لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، لرغونې او سیاحتي سيمې د افغانستان د تمدن استازیتوب کوي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پام او پراخ حضور په جلبولو سره د هېواد د اقتصادي ودې لامل ګرځي.

۱۴۰۳/۳/۱۴ ھ ش 

۲۰۲۴/۶/۳ ميلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS