د میدان وردګو مجاهد موزیم ته ۸ قلمه نظامي او لرغوني توکي وسپارل شول

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۹:۲۷
....

تېره ورځ د میدان وردګو ولایت اړوند شهيد رحيم الله کوثر د ډلګۍ معاون حکمت الله حمزه، ملي راډیو تلویزیون آمر قاري احسان الله کلیوال، او عبدالرشيد له لوري ۸ قلمه نظامي او لرغوني توکي مجاهد ملي موزیم ته وسپارل شول.
په دغه توکو کې د حکمت الله حمزه او قاري احسان الله کلیوال له لوري ۷ قلمه نظامي توکي او د میدان ښار اوسېدونکي عبدالرشيد له لوري یو عدد جام چې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري او آيت الکرسي پرې ليکل شوې  شامل دي.
مولوي حبيب الله مجاهد د دغه توکو سپارلو پر مهال له یادو کسانو مننه وکړه او ويې ویل: مجاهد ملي موزیم د دغه ولایت د عامو خلکو او مجاهدینو په واسطه غني کولای شو،نوموړي د میدان وردګو له ولس او په ځانګړي ډول مجاهدينو هیله وکړه، تر څو د مجاهد ملي موزیم په غني کولو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره مرسته وکړي.
همدا راز له ياد موزيم څخه د ميدان وردګو ولايت د علماوو شورا مشر شيخ الحديث مولوي فضل هادي فضلي ليدنه وکړه، ښاغلي فضلي د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د ياد موزيم د جوړولو له امله مننه وکړه او ياد موزيم يې د هغو وسلو د ساتلو لپاره مهم وباله کومې چې د اشغالګرو په وړاندې د مقابلې لپاره د مجاهدينو په لاس جوړې شوې دي.

۱۴۴۵/۷/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۶ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS