د ميدان وردګ ملي موزیم ته ۱۵ قلمه لرغوني توکي وسپارل شول
د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: مجاهد ملي موزیم ته د ياد رياست د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي شفيق الله فضلي له لوري ۱۵ قلمه لرغوني توکي وسپارل شول چې د ځینو توکو لرغونتوب یې زرګونه کالو ته رسيږي.
په دغه توکو کې ۱۰۰ دانې سکې چې ځینې یې د بودايي دور پورې تړاو لري، یو عدد کره، څلور ۴ دانې غمي، څلور ۴ دانې ګوجي، ۳ دانې منګي، یوه دانه پڼه، دوه خاورینې کوزې، یوه کټو، یوه دانه میسي مجمه، یوه لرګینه قاشوغه، او یو د ژرندې پارو شامل وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد د کلتور او ګرځندوی له آمر ښاغلي شفيق الله فضلي نه مننه وکړه او ويې ویل: دا ډېر لرغوني توکي دي چې زموږ د تېر تاريخ او کلتور ښودنه کوي.
د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي شفیق الله فضلي وویل: یاد لرغوني توکي د غور نيکه نه راپاتې و، چې نن مو مجاهد ملي موزیم ته وسپارل.
د یادولو وړ ده چې تر دې مهاله مجاهد ملي موزیم ته ۷۱ قلمه لرغوني توکي، ۵۴ قلمه نظامي آثار او د ۵ تنه شهیدانو آثار سپارل شوي دي.
1445/8/12ھ ق
1402/12/3ھ ل
