د ملي موزیم رئیس د هرات له موزیم او آرشیف څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۴۰
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد هرات ولایت ته د خپل سفر په مهال د دې ولایت له موزیم، آرشیف او د اختیارالدین له تاریخي کلا څخه لیدنه وکړه.
د ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد د دې لیدنې پر مهال د هرات د موزیم او آرشیف د کارکوونکو له هلو ځلو مننه وکړه او ټینګار یې کړ، چې د افغانستان تاریخي او کلتوري میراث ساتنه، خوندي کول او د راتلونکو نسلونو لپاره یې پېژندنه خورا مهمه ده، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ولایتونو د موزیمونو او آرشیفونو په ملاتړ سره، د علمي څېړنو او تحقیق لپاره زمینه پیاوړې کړي، د تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنه او پېژندنه د ټولو ګډ مسوولیت دی، هرات د خپلو بې ‌سارو تاریخي آثارو له امله د افغانستان لپاره یوه ارزښتمنه خزانه بلل کېږي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر وویل: د هرات له موزیم، آرشیف او د اختیارالدین کلا له بېلابېلو برخو څخه د ملي موزیم د رئیس لیدنه تاریخي او فرهنګي میراثونو ته د پاملرنې څرګندونه کوي.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د موزیم او آرشیف مدیریت مسئولین وايي: چې هره ورځ لسګونه کورني او بهرني سیلانیان د هرات له موزیم او آرشیف څخه لیدنه کوي.

۱۴۴۷/۶/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS