د مطالعې کلتور دودلو او ودې په موخه غونډه ترسره شوه
نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې کلتور دودولو او ودې په موخه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان، د عامه کتابتونونو د نواحیو آمر، کلتور پالو او زده کړیالانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حقبیان د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ مطالعه د پرمختګ اساسي لامل ده، نو مونږ باید د کتاب لوستلو کلتور ته وده ورکړو.
همدارنګه ښاغلي حق بیان وویل: د نورستان عامه کتابتون د پخوا په پرتله ښه شوی، چې زمونږ د دوامداره هڅو له امله اوس مهال د مطالعې لپاره په دغه ولایت کې درې مجهز او فعاله کتابتونونه شتون لري.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو د نواحیو امر د کتابتونونو په ارزښت او د مطالعې د دود په اړه خبرې وکړي؛ نوموړي زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې په ولایتونو او ولسوالیو کې کتابتونونه پیاوړي کړو، ترڅو خلک وکولای شي، په آسانۍ سره مطالعې کولو ته لاسرسی ولري.
په پای کې یو شمېر ګډونوالو د مطالعې د کلتور پراخېدو لپاره وړاندیزونه وکړل او د کتاب لوستلو د دود پیاوړي کولو لپاره یې د دولتي او خصوصي کتابتونونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۹/۲۶ هـ. ق
۱۴۰۴/۱/۶ هـ. ل
