د مطالعې او تاریخي میراثونو د ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۲:۳۱
.....

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم عمومي مدیر او د عامه کتابتون مدیر له لوري د مطالعې د دود غښتلتیا، تاریخي ځایونو او کلتوري میراثونو د ارزښت په اړه مرکز ته اړوند د جویک ښوونځي زده کوونکو ته معلومات وړاندې شول.
یادو مسؤلینو زده کوونکو ته په ټولنه کې د مطالعې د ارزښت، د تاریخي او لرغونو سیمو، د موزیم او تاریخي آثارو د ساتنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادې لیسې له مشرتابه او زده کوونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د مطالعې د کلتور د پیاوړتیا او همدارنګه د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتلو په برخو کې پاملرنه وکړي.
همداراز د یادې ښوونځۍ مسؤل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغه اقدام څخه مننه وکړه، چې ځوانان او زده کوونکي هڅوي او ترڅنګ یې د خپل هېواد له تاریخي شتمنیو او ویاړونو هم خبروي.

۱۴۴۵/۱/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS