د مرکزي زون ولايتي ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۴۱
...

چهارشنبه( ۲۳ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري مرکز کابل کې د مرکزي زون له ولايتي ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو سره د همږغۍ دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه.
غونډه کې د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال، د مرکزي زون ولايتي ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو ګډون کړی وو.
د غونډې پرانېستونکې وينا اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال وکړه او ويې ويل: د امارتي ادارو د ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو د کاري استقامت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبيق او د رياست الوزرا عالي مقام له هدايت سره سم په هرو دريو مياشتو کې له ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو سره د همږغۍ ناستې کېږي.
ورپسې د ملي تلويزيون د سیاسي خپرونو پروډيوسر سيد‌ هېواد هاشمي د رسنيو د ارزښت، له رسنيو سره د اړيکو جوړولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه تفصيلي معلومات شريک کړل.
همدا راز د‌ غونډې ګډونوالو ته د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي صاحب د خپلو خبرو پر مهال وويل: د ولايتونو په کچه بايد ادارې ښه همږغي رامنځته کړي، له رسنيو سره ښې اړيکې جوړې کړي، اطلاعات او معلومات ورسره په وخت شريک کړي، تر څو د مخالفینو د بې ځايه تبلیغاتو مخه ونيول شي، رسنۍ په اوسني وخت کې ډیرې مهمې دي.
ښاغلي فراهي صاحب زياته کړه؛ د جهادي دورې پر مهال د اسلامي امارت فرهنګي کميسيون په کمو امکاناتو او ډېرو محدوديتونو سره بيا هم قوي مبارزه وکړه، اوس چې امکانات ډېر او هر څه په خپل اختيار کې دي، بايد له‌دې فرصت څخه سالمه استفاده وکړو، هر هېواد د خپلو ملي ګټو په رڼا کې له رسنيو سره تعامل کوي، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هغو رسنيو ملاتړ کوي، چې اسلامي او ملي ارزښتونه په پام کې نيسي.
د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې د ولايتي ادارو ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو خپلې پوښتنې او ستونزې شريکې کړي، چې د خپرونو چارو معین ښاغلي فراهي صاحب او اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي نړيوال صاحب له لوري تفصيلي ځوابونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده، چې سبا به د مرکزي ولايتونو د دولتي ادارو د ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو سربېره د دې ولايت د رسنيو استازي هم په غونډه کې ګډون ولري.

۱۴۰۳/۱۰/۵ ھ ل
۲۰۱۴/۱۲/۲۵ ميلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

BACK TO NEWS