د لوګر ازرې ولسوالۍ کې د یو شمېر تاریخي سیمو او مشهورو زیارتونو سروې وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۱۰
..

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ازرې ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر تاریخي سیمو او مشهورو زیارتونو  سروې ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمد ګل تسل او د لرغون پوهنې مدیر عبدالشکور محمدي ازرې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د یو شمېر تاریخي سیمو او مشهورو زیارتونو سروې ترسره کړه.
دغه راز یادو مسؤلینو د ازرې ولسوال مولوي انارګل حکمت الله سره د لیدنې پر مهال د لرغونو سیمو او تاریخي آثارو د ساتنې برخه کې د یادې ولسوالۍ د مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ياد پلاوي د ازرې ولسوالۍ د امنیتي مسؤلینو په ملتیا د یو شمېر تاریخي سیمو، مشهور زیارتونو ترڅنګ د هغو جوماتونو سروې هم وکړه، چې د تېر اشغال پر مهال ویجاړ شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یو شمېر تاریخي سیمو، تاریخي کلاګانو، مشهورو زیارتونو ترڅنګ د سیمه ایز موزیم شاوخوا ٥٠ قلمه تاریخي آثار په ملي موزیم کې ثبت شوي دي.


۱۴۴۶/۳/۱۵ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۸ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS