د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل اولې ناحیې څخه څارنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اولې ناحیې سینمای پامیر سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
د دغه پروګرام په پیل کې د کمېسیون غړو، د یادې سیمې د ارزښت او د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح او څارنې د څرنګوالي په اړه له رسنیو او د اصنافو مسؤلینو سره خبرې وکړې.
همدارنګه د کمېسیون د مسلکي غړو له خوا د غیر معیاري لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح په موخه د هېواد په ملي ژبو بدیلې کلمې وړاندې شوې او یو شمېر هټۍ لرونکو او کسب کارانو ته اصلاحی وړاندیزونه هم وشول.
د یادونې وړ ده، چې په دې څارنه کې د څه باندې ۲۵۰ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو پلټنه او اصلاح وشوه.
۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق
