د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱
............

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د تایمني سیمې اړوند  څلورم او پنځم سړک سیمو کې د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه. 
د دغه پروګرام په پیل کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ‌گل جواد او د کمېسیون غړو، د یادې سیمې د ارزښت او د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې د څرنګوالي په اړه له رسنیو او د اصنافو مسؤلینو سره خبرې وکړې. 
وروسته هټۍ لرونکو او کسب ‌کارانو سره د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون طرزالعمل او معیارونه په تفصیلي توګه شریک شول، تر څو خپلې لوحې او تبلیغاتي اعلانات د معیارونو له مخې تنظیم کړي. 
همدارنګه د کمېسیون د مسلکي غړو له خوا د غیر معیاري لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح په موخه د هېواد په ملي ژبو بدیلې کلمې وړاندې شوې او یو شمېر هټۍ لرونکو او کسب کارانو ته اصلاحی وړاندیزونه هم وشول. 
د دغې سیمې هټۍ لرونکو او کسب ‌کارانو د یاد کمېسیون فعالیتونه وستایل او د دوی هڅې یې د ملي ژبو د پیاوړتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهمې وبللې. 
د یادونې وړ ده، چې په دې څارنه کې د څه باندې ۱۸۰ لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو پلټنه او اصلاح وشوه.

۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS