د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون ساحوي فعالیتونه دوام لري
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د تایمني (څلورمې ناحیې) اړوند د هټیو او مارکیټونو د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه لیدنه وکړه.
د څارنې په پیل کې د د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رئیس او د دغه کمیسیون غړي قاري ولي ګل جواد د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې پر اهمیت خبرې وکړې.
وروسته د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمیسیون د غړو په مرسته د هټیو خاوندانو او د اصنافو استازو ته د دغه کمیسیون د طرزالعمل د معیارونو په اړه معلومات ورکړل شول، ترڅو د یاد طرزالعمل د معیارونو په رڼا کې خپلې لوحې او تبلیغاتي اعلانات اصلاح کړي.
همدارنګه د کمیسیون د غړو له لوري د هټیو خاوندانو او د اصنافو استازو ته د څه باندې ۱۰۰ غیر معیاري لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو بدیل کلمې او اصطلاحات ورکړل شول او لازمې سپارښتنې ورته وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د دغه کمیسیون ساحوي پروګرامونه د ښار اوسیدونکو او د بېلابېلو اصنافو د هرکلي وړ ګرځیدلي دي او دغه اقدام د ملي ژبو او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا او ساتنې په برخه کې مهم بولي.
۱۴۴۷/۲/۱۱ هـ ق
