د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۰
.

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړو، د خپرونو چارو معينيت مقام د لارښوونې او د دې کمېسیون د تېرې غونډې د پرېکړې پر اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معينيت له مسئولينو سره وکتل.
په دې غونډه کې د مرکز او ولايتونو د کسبه‌کارانو او هټيوالو د هغو غوښتنې په اړه هر اړخيز بحث وشو، چې غواړي هغه جوازونه، چې په سرليکونو کې يې بهرنۍ اصطلاحات او کلمې کارول شوي او اصلاح ته اړتيا لري، په وړيا ډول نوي شي. همدارنګه، د هېواد ملي ژبو پښتو او دري ژبو ته د لومړيتوب ورکولو پر موضوع ټينګار وشو، ترڅو د مرکز او ولايتونو د جوازونو غوښتونکو ته د نويو جوازونو د صادرولو پر مهال له همدغو ژبو څخه استفاده وشي.

د کمېسیون غړو په دې ليدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معين الحاج مولوي شهاب‌الدين ثاقب ته د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح د بهير په اړه اړين معلومات وړاندې کړل.

 دغه راز مولوي شهاب‌الدين ثاقب د دې طرحو څخه د هرکلي کولو ترڅنګ د هېواد د ملي ژبو او فرهنګ د پياوړتيا او ملاتړ په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د يادونې وړ ده، چې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون هڅه کوي، چې د اړوندو ادارو په همغږۍ د سوداګريزو نومونو او لوحو په نومولو کې د هېواد د ملي ژبو د لا پراخې کارونې زمينه برابره کړي او د بهرنيو کلمو د بې‌ځایه کارونې مخه ونيسي.
۱۴۴۸/۲/۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۸:۶
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین صاحبانو او فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې) په مناسبت د همغږۍ آنلاین غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشه‌وو ریاست په نوښت، د یاد وزارت د معین صاحبانو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو ترمنځ د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د فرهنګي میراثونو د پیاوړتیا او د کابل ښار د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۴
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې ورځې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز قلات ښار کې لسګونو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې (د فتحې او آزادۍ) ورځې په اړه د. . .

BACK TO NEWS