د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له یوولسمې ناحیې څخه څارنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د یوولسمې ناحیې د قلعه نجارا څلورلارې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رئیس، محترم قاري ولي ګل جواد، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د محتوا د ارزښت او اهمیت په اړه له رسنیو، اصنافو او ښاریانو سره خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو محتوا باید له اسلامي ارزښتونو، افغاني فرهنګ او د هېواد له ملي ژبو سره سمون ولري.
وروسته د یادې سیمې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه، چې له نېکه مرغه د دغې سیمې ډېری لوحې او اعلانونه د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د طرزالعمل له معیارونو سره سم عیار شوي وو.
همدارنګه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون استازو د یو شمېر بهرنیو اصطلاحاتو او کلمو لپاره د هېواد په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د نورو نیمګړتیاوو، لکه د نامناسبو انځورونو کارول، ناسم ځای پر ځای کول، مبهم مفهوم او زړښت په اړه د کمېسیون غړو اړینې اصلاحاتي سپارښتنې وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې ساحوي پروګرام کې له ۲۵۰ څخه ډېرې لوحې او اعلاناتي تابلوګانې وارزول شوې.
۱۴۴۸/۱/۱۴ ھ ق
