د لغمان والي ته د رسنیو او خبریالانو سره د ښې همکارۍ له امله مننلیک ورکړل شو

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۳:۱۸
سیبل

 

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې لخوا د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد ته د رسنیو او خبریالانو سره د همکارۍ، رسنیزو فعالیتونو ته د ښې زمینې برابرولو او د خبریالانو د تشویق او هڅونې په موخه مننلیک ورکړل شو.
یاد مننلیک د یوې غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې استازي عنایت الله زیارمل، د اطلاعاتو آمر او د یادې اتحادیې ولایتي مسؤل عتیق الله قریشي په لاسونو د لغمان والي ته ورکړل شو.
په ياده غونډه کې د اطلاعاتواو کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د لغمان د رسنیو په اړه لنډ معلومات شریک کړل او خوښي یې وښوده چې په لغمان کې رسنیزه برخه ښه فعاله ده.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد په لغمان کې د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ژرونالېستانو د ملي اتحادیې او د ټولو رسنیو فعالیتونه وستایل.
نوموړي د رسنیو د ملاتړو ادارو څخه وغوښتل چې د لغمان د خبریالانو د مسلکي روزنې په موخه د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره کړي او په یاده برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۴/۱۱/۲ هـ ق 
۱۴۰۲/۳/۱ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS