د لرغون پېژندنې کمېټې پلاوي سمنګان، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۴۹
...

د لرغون پېژندنې کمېټې یو پلاوي، چې د کوشاني نړیوالو څېړنو مرکز علومو اکاډمۍ، ملي موزیم، لرغون ‌پېژندنې او د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم له برخو څخه جوړه ده، د تخار، بدخشان او سمنګان ولایتونو له تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو څخه کتنه او څېړنه وکړه.
دغه پلاوي د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له مسؤلینو، ځايي اوسیدونکو او امنیتي مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۵/۱/۱۴۴۵ هجري قمري کال لومړی شمېره فرمان تشریح کړ او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په اړه یې د خلکو او مسؤلینو پوښتنو ته قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل.
د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح الله سادات په وینا: یاد پلاوي د بدخشان ولایت د کشم پخوانۍ کلا او کاروان ‌سرای، د تخار ولایت د آی ‌خانم او پخوانۍ کلا، د سمنګان ولایت د خلم بالاحصار، خرم او سارباغ کاروان‌ سرایونو حدود وټاکل او سیمه ‌ییزو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د دغو سیمو د غصب او ویجاړۍ د مخنیوي په موخه جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي سادات زیاته کړه، چې دا سفرونه د هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتنې او احیا په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلک هوډ څرګندونه کوي او هیله مند یو چې د محترمو هېوادوالو او امارتي ادارو په همکارۍ وکولای شو نور لرغوني آثار هم وپېژنو، وساتو او را ژوندي یې کړو.
۱۴۴۷/۴/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS