د لرغونو سیمو او اثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۹
...

دغه څرګندونې د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه د ارګون ولسوالۍ هشت رخ تاریخي کلا د بیا رغونې چارو څخه د لیدنې پرمهال وکړې.
ښاغلي حذیفه وویل، د یادې تاریخي کلا د دېوالونو او برجونو د بیا رغونې چارې به په لرغوني سبک سره بشپړې شي.
دغه راز د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: هشت رخ لرغونې کلا ته په تېر کې هیڅ ډول پاملرنه نه وه شوې، حتا خلکو پکې خپلې کاروباري چارې مخته وړې، چې اوس مهال په ځانګړې پاملرنې سره د یادې لرغونې کلا دېوالونه او برجونه بیا رغول کېږي او د یو کال په موده کې به د سیلانیانو پر مخ  پرانیستل شي، د فرهنګ او ګرځندوی آمر له خلکو څخه وغوښتل، چې د لرغونو سیمو، آبداتو او آثارو ساتنې او پالنې په برخه کې له دوی سره پوره همکار پاتي شي. 
د یادونې وړ ده، چې د ااا په بیا ځلې حاکمیت سره د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست د یو شمېر لرغونو اثارو راټولو ترڅنګ د شاوخوا ۱۵۰ لرغونو آبدو او سیاحتي سیمې سروې ترسره کړې ده.

۱۴۴۷/۵/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS