د (فکري یرغل او د ځوانانو اسلامي روزنې) په نوم یو ورځنی سمینار ترسره شو
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د فکري یرغل او د ځوانانو اسلامي روزنې په نوم یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو.
په دغه روزنیز سمینار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، استادانو او سلګونو تنو ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاد سمینار کې ویناوالو د علم اهمیت او د ځوانانو اسلامي تربیت باندې ټینګار وکړ او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د غرب فکري یرغل په وړاندې باید چمتو وي، ترڅو وکولای شي، چې د اسلامي ټولنو پر ضد د هغوی دسیسې او طرحې شنډې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د ځوانانو فکرونو او ذهنونو روښانولو په موخه دغه ډول سمینارونه لا دېر جوړ کړي.
۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
