د فکري انحراف مخنیوي په نوم کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۲۳
..

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست نادعلي ولسوالۍ کې د لسګونو زده کوونکو ترمنځ د فکري انحراف په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ ۲۰ تنه مخکښ کډونوال په بېلابېلو ډالیو ونازول.
مسؤلینو دغه ډول سیالۍ د ځوانانو د فکري جوړښت لپاره خورا اغیزمنې وبللې او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري، چې د همکارو ادارو په ملتیا د ځوانانو فکري جوړښت لپاره دې ته ورته نورې سیالۍ او پروګرامونه هم جوړ کړي.
له یادې سیالۍ څخه موخه مطالعې ته د ځوانانو هڅول، د اسلامي نظام تاریخ، د اسلامي نظام ساتنې او د فکري یرغل په اړه ځوانانو ته معلومات ورکول وو.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، درېم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته ساعتونه او ۱۵ تنو مخکښ کډونوالو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۷/۹/۶ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS