د فرهنګ او هنر معین د لرغون پوهنې ریاست له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۷
..

د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي لرغون پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د یادو برخو مسؤلینو او کارکوونکو ته یې د کاري چارو، مسؤولیتونو او فعالیتونو د ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په دې لیدنه کې د لرغونو ځایونو او لرغونو آثارو د پېژندنې او مستندسازۍ، د لرغون پوهنې سروې او کېندنو، د تاریخي آثارو د بیارغونې او د غیرقانوني کېندنو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.
نوموړي د ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو له هڅو او زحمتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د دندو په اغېزمن ترسره کولو کې پر مسؤلیت‌پالنې، مسلکي ژمنتیا، همغږۍ او متقابلې همکارۍ ټینګار وکړ. همدارنګه یې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو، احکامو او هدایاتو د ښه تطبیق او د کاري بهیر د ښه والي، په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې لرغون‌پېژندنه د یوه هېواد د تاریخي هویت، تمدني مخینې او فرهنګي شتمنیو د پېژندنې او ساتنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، د لرغونو سیمو، تاریخي آثارو او پاتې شونو څېړنه د ملتونو د تېر تاریخ، د پخوانیو تمدنونو، ټولنیز ژوند، علمي پرمختګونو او فرهنګي ارزښتونو په اړه کره معلومات وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ا.ا.ا زعیم حفظه الله لومړی فرمان د لرغونو آثارو او سیمو د ساتنې او پېژندنې په موخه صادر کړ، دا ښيي چې په دې برخه کې عمده او اساسي پاملرنه شته او ا.ا د لرغون پوهنې برخې ته ارزښت قایل دی.
د فرهنګ او هنر معین د لرغون پوهنې د علمي څېړنو او اکتشافي فعالیتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او د لرغونو سیمو د پېژندنې، ثبت او مستندسازۍ، د تاریخي آثارو د ساتنې او د ملي موزیم او سیمه‌ییزو موزیمونو ته د کشف شویو آثارو د لېږد بهیر د څارنې په برخه کې یې د لا زیاتو هڅو پر اړتیا خبرې وکړې.
 نوموړي د لرغون‌پېژندنې په برخه کې د علمي او څېړنیزو برنامو پیاوړتیا، د غیرقانوني کېندنو مخنیوی او د هېواد د لرغونو آثارو او تاریخي سیمو ساتنه مهم مسؤولیتونه وبلل.
١٤٤٨/٥/٢٣ ه ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د تخاراو کندز ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ جلا جلا ناستې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د فرهنګ او هنر معین د لرغون پوهنې ریاست له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي لرغون پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د یادو برخو مسؤلینو او کارکوونکو ته یې د کاري چارو، مسؤولیتونو او فعالیتونو د ښه ترسره کولو په اړه لازمې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۱۱مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۱۱مې ناحیې (هوټل پروان څلور لارې) اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS