د فارياب اطلاعاتو او کلتور رياست څخه ٢٠٠ تنه زده کوونکي فارغ شول

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۱:۵۸
ززززز

 

 تېره ورځ د فارياب ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو  عمومي مديريت له تعليمي مرکز څخه ٢٠٠ تنو زده کوونکو د فراغت په مناسبت په دغه رياست کې ديو شمېر دولتي ادارو د رئيسانو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د غونډې پیل د یو تن ګډونوال لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره و شو.
  ورپسې د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي د خبرو په ترڅ کې ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل، او د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو دعمومي مديريت له تعليمي مرکز څخه د ٢٠٠ تنو ځوانانو، چې له دریو میاشتو وروسته یې د خطاطۍ، هنر، وینا، کمپیوټر، انګلیسي ژبې او ادبیاتو له څانګو څخه فارغ شول، مبارکي ور کړه. ښاغلي رئيس د خپلو خبرو په يوه برخه کې د مسلمانانو لپاره د اسلام له نظره د علومو او پوهې د زده کړې پر ارزښت، د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د غوره ښوونيزو خدمتونو په وړاندې کولو ټينګار وکړ. 
 ورپسې د دغه ولایت مالي او اداري رئیس الحاج مولوي حیات الله مهاجر او د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي اسدالله وقاص په خپل وار سره په ټولنه کې د ساینس پر ارزښت خبرې وکړې او د علم د زده کړې غوښتنه یې وکړه. 
 د غونډې په وروستۍ برخه کې يو شمېر فارغانو هم خبرې وکړې او د دوی  لپاره يې د ښوونيزو خدمتونو په وړاندې کولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو  چارو د عمومي مدیریت له همکاريو  مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې په راتلونکي کې د دا ډول فعالیتونو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۴/۸/۶ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۸ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS