د غور ولایت سیمه‌ییز موزیم ته ۱۳ تاریخي او لرغوني آثار ولیږدول شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۱۷
..

امنیتي ځواکونو د غور ولایت د دولت‌یار ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه دیارلس قلمه تاریخي او لرغوني آثار ترلاسه کړل او د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم ته یې وسپارل.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وایي: په دغو آثارو کې لګن، د ډوډۍ پخولو لوښی، قاب، ملاقه، کاسه، کاشوغه او فلزي کړۍ شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو لرغونو آثارو تاریخي مخینه ټاکنه به ډېر ژر د لرغون‌پوهانو له‌خوا معلومه شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه یوولس قلمه تاریخي او لرغوني آثار، چې لوښي، سکې، ګوتې او تڼۍ پکې شاملې وې، تر کشف وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست موزیم ته لېږدول شوي وو.

۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

پروان کې د سیکولریزم په اړه شپږ اونیو علمي سیمینار پای ته ورسېده

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې له‌خوا هغه شپږ اوونیز علمي سیمینار، چې د چاریکار ښار د ښوونځیو ۵۰ تنو وړ او لایقو زده‌کوونکو ته د سیکولریزم د پایلو او منفي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

زابل کې د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو له ټولګیو څخه لسګونه ځوانان فارغ او تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS