د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست موزيم افتتاح شو
نن سهار د غور اطلاعاتو او کلتور ریاست کې موزیم افتتاح شو، چې پکې د ملکي او نظامي ادارو، فرهنګيانو، ځوانانو او رسنيو استازو ګډون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحى زعيم وويل، په غور ولايت کې له اسلام مخکې او وروسته دورې څو قلمه تاريخي اثار موجود وو، چې د مناسب معياري او مسلکي ځاى د نشتوالي له امله د اطلاعاتو او کلتور رياست انګړ کې ساتل کېدل.
نوموړي زياته کړه چې د اطلاعاتو کلتور رياست په هڅو او د وزارت مقام په همکارۍ په دې رياست کې د اول ځل لپاره د موزيم د مديريت بست تشکيل شو، چې ورسره معياري موزيم هم په فعاليت پيل وکړ.
مولوي زعيم همدا راز وويل، ټاکل شوې ترڅو د غور ولايت ټول تاريخي اثار راجمع او په همدې موزيم کې نمايش ته کېښودل شي.
د موزيم مدير ملا نظام الدین نظامي وويل، دا مهال په دې موزيم کې د مختلفو دورو ١٦٩ قلمه تاريخي اثار ځاى په ځاى شوي دي، چې د غزنويانو او غوريانو د دورو يې د يادونې وړ دي، د نظامي په وينا موزيم به هره ورځ د ښاريانو او سياحينو په مخ د لېدنې لپاره خلاص وي.
د غور اوسيدونکو د ياد موزيم په جوړولو خوښي څرګنده کړې او وايي چې غور ولايت د ډيرو تاريخي اثارو څخه برخمن ولايت دى، ځکه دلته د تاريخ په اوږدو کې مختلف حکومتونه تىر شوي دي.
۱۴۴۴/۸/۸ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۰ هـ ش
