د غزني ادبي بهیر میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۵:۲۰
Hdhrv

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې د غزني ادبي بهیر مياشتنۍ غونډه او مشاعره ترسره شوه.

په دغه مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو، ادب پالو او ځوانانو ګډون کړی وو، د مشاعرې د پیل په خبرو کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د یاد ادبي بهیر موخه د ادبي او کلتوري هڅو پیاوړتیا او د ټولنیز پرمختګ په اړه د مثبت فکر خپرول یاد کړل او له شاعرانو یې وغوښتل، چې د عامه افکارو په رغښت کې مثبت رول ولوبوي، نوموړي زياته کړه؛ چې د غزني ادبي بهیر غونډې او مشاعرې به دوام ولري او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو يو.

وروسته د غزني د بېلابېلو سیمو شاعرانو او نعت ویونکو خپلې دیکلمې او ترنمونه د مشاعرې ګډونوالو ته واورول.

همدارنګه دوی د غزني ادبي بهیر د مشاعرو د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو یې مننه وکړه چې شاعرانو ته ځانګړې پاملرنه لري. 

 

۱۴۴۶/۷/۲۹ ق

۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS