د عامه کتابتونونو ریاست د ترمیم شویو تالارونو د پرانیستنې مراسم ترسره شول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري، د ترمیم شوو تالارونو د پرانیستنې مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د عامه کتابتونونو عمومي رئیس حافظ نعمت الله منتظر، د ټیکا مؤسسې عمومي رئیس او مرستیال ډاکتر رحمان نوردن، په کابل کې د ټیکا دفتر رئیس فاضل آکین اردوغان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي رئیسانو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د عامه کتابتونونو دوه تالارونه (د عامه مطالعې تالار او د ماشومانو لپاره ځانګړی تالار) د ترکیې هیواد د همکارۍ او پراختیا ادارې ټیکا له خوا د یوې میاشتې په موده کې ترمیم او بیا ورغول شول، چې د عامه مطالعې تالار اوس مهال په یوه وخت کې د ۱۰۰ تنو مطالعه کوونکو او د ماشومانو ځانګړی تالار په یوه وخت کې د ۲۰ تنو مطالعه کوونکو ماشومانو ظرفیت لري.
د مراسيمو په پیل کې حافظ نعمتالله منتظر د کتاب او کتابتون د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
وروسته، مولوي عتیق الله عزیزي وویل: افغانستان او ترکیه ګډ کلتوري، ژبني او مذهبي ارزښتونه لري او د دواړو هېوادونو اړیکې ښې دي، ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ټیکا ادارې له مرستو څخه مننه کوي چې دغه تالارونه یې ترمیم او عامه کتابتون یې بیا مجهز کړ.
د ټیکا مؤسسې مرستیال ډاکتر رحمان نوردن د تېر یوه کال د روغتیایي، اقتصادي، تعلیمي، ټولنیزو، پوهنيز، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ترسره شویو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې کتابتونونه او د کتاب مطالعه د هېوادونو د پرمختګ لومړنۍ سرچینه ده، نوموړي دې ته ورته نورو همکاریو ډاډ هم ورکړ.
کابل کې د ټیکا دفتر رئیس فاضل آکین اردوغان وویل: ترکیه له تېرو وختونو څخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لري او دا همکارۍ به دوام ومومي، هغه د تالارونو ترمیم د ځوانانو د مطالعې لور ته یو هڅوونکی ګام وباله.
مراسم د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېدل.
