د عامه کتابتونونو رياست له لوري د نبويﷺ سیرت سیالۍ ترسره شوه

سه شنبه ( ۲۵ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري په مرکز کابل کې د حضرت محمدﷺ د سیرت او ژوند په اړه سیالۍ ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې له کابل ښار څخه شاوخوا درې سوه کسانو ګډون درلود، چې موخه يې د ځوان نسل هڅول وو، تر څو د نبوي سیرت په اړه مطالعه وکړي او د حضرت محمدﷺ له سپېڅلي شخصیت سره په ژوره توګه آشنا شي او هغه د خپل ژوند نمونه وګرځوي.
دغه سیالي چې نوم لیکنه یې د رمضان المبارک میاشتې په اوومه نېټه پیل شوې وه، نن د نارينه و لپاره په عبدالرحمن جامع مسجد کې او ښځينه و لپاره د هنرستان رياست کې ترتيب شوې وې، چې د حمل میاشتې په پنځه ویشتمه به یې پایلې اعلان شي، چې له لومړي مقام څخه تر پنځم مقام پورې غوره ګډونوالو ته ډالۍ هم په پام کې نیول شوې دي.
۱۴۰۴/۱/۵ ل
۲۰۲۵/۳/۲۵ ز