د شعر او ادب د کلتور د ودې په برخه کې به لازمې هڅې وکړو
يادې څرګندوني د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دغه ولایت له مشهور شاعرانو او لیکوالانو سره په کتنه کې وکړې.
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملکزاده شاعرانو او لیکوالانو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولايت په کچه د شعر او ليکوالۍ کلتور د ودې لپاره لازمې هڅې کوي.
ښاغلي ملک زاده په خبره، د ا.ا.ا. د بیا واکمنېدو را په دې خوا په ياد ولايت کې د شعر او لیکوالۍ د ودې په پار وخت ناوخت غونډې کېږي او په دې برخه کې تر پخوا ډېر پرمختګ شوی.
ښاغلي ملک زاده له شاعرانو او ليکوالانو څخه وغوښتل چې په پنجشير کې د شعر او ليکوالۍ د کلتور د بنسټيز کولو په برخه کې به لازمي هڅې کوئ.
۱۴۴۵/۴/۱هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۴هـ ش
