(د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۱۲
..

دغه سیالۍ چې څه موده وړاندې د روزګان اطلاعاتو او کلتور ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د ۴۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
مسؤلینو د دغه ډول سیالیو ترسره کول ارزښتمند وبلل او ویې ویل: کتاب ‌لوستنه د ټولنې د فکري پیاوړتیا، اطاعت، نظم او مسؤلیت مننې په روزنه کې مهم رول لري، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل، چې د علمي او فکري فعالیتونو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ورته نورو فرهنګي او فکري پروګرامونو د تنظیمولو ډاډ یې هم څرګند کړ.
د سیالۍ ګډونوالو د یادې سیالۍ له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا ډول سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچه لوړه وي او د شرعي نظام، اطاعت او مسؤلیت په اړه یې پوهاوی زیاتوي. د سیالۍ ګډونوالو له نورو ځوانانو څخه هم وغوښتل چې د کتاب ‌لوستنې او علمي سیالیو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له لوري د دغه ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د استادانو هڅې هم وستایل شوې او د لا زیاتې هڅونې په موخه یې په مالي او معنوي ډاليو ونازول.

۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS