د سیرت النبیﷺ د ازموینې غوره ګډونوال وستايل شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د کاپیسا ولایت مرکزي زندان د ۱۲۰ تنه زندانیانو ترمنځ د سیرت النبیﷺ ازموینه تر سره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو وستایل شول.
د یادې سيالۍ د پایلو په اعلان غونډه کې سیمه ییزو مسؤلینو، علماوو، د پوهنتون استادانو او زندانیانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق له زندانیانو څخه د سیرت النبیﷺ په ازموینه کې د ګډون له امله مننه وکړه او له دوی څخه يې وغوښتل، چې دا فرصت غنیمت وبولي او د ځان جوړونې او علم زده کړې په لاره کې هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې سيالۍ لس تنه غوره ګډونوال د نغدي او بېلابېلو معنوي ډاليو په ورکولو وستایل شول.
۱۴۴۷/۲/۹ هـ ق
