د سیاحتي شرکتونو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه شوه
د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یادې غونډې د جوړېدو موخه د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې فعال سیاحتي شرکتونه تر یوه واحد چتر لاندې یوځای کول او د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی یاد کړل.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د سیاحتي شرکتونو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې خپلې چارې د پالیسۍ او اصولو سره سمې پر مخ یوسي او هغو شرکتونو ته چې د فعالیت جوازونه یې پای ته رسېدلي، سپارښتنه وکړه، چې د شرکت د فعالیت جوازونه تمدید کړي.
په غونډه کې د سیاحتي شرکتونو مسؤولینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له تلپاتې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې خپلو چارو ته به د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې دوام ورکوي.
۱۴۴۷/۹/۱۲ ھ ق
