د سیاحتي شرکتونو او آنلاین خدمتونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۵۱
اتنم

لوګر ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس دوکتور رفيع الله صميم په مشرۍ د سياحتي شرکتونو او آنلاين خدمتونو له مسؤلينو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د دغه ناستې له جوړولو څخه موخه د شرکتونو او آنلاینو خدمتونو د مسؤلینو د ستونزو حل کول یاد کړل او ویې ویل؛ لوګر کې الحمدالله اکثره شرکتونو او د آنلاینو خدمتونو د ثبت مرکزونو، د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي، د شرکتونو د ستونزو د حل برخه کې له بشپړ شفقت څخه کار اخېستل کېږي، شرکتونه هم باید د خپلو عوایدو ربعوار راپورونه له اړوندو مسؤلینو سره پر وخت شریک کړي.
د سیاحتي شرکتونو او آنلاین خدمتونو استازي حاجي بشیراحمد بشیري وویل: ډېر خوشحاله یو، چې زموږ کارونه قانوني شوي دي او هر وخت د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلین زموږ کړنې له نږدې څاري او د ستونزو د حل کولو برخه کې راسره همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال لوګر کې ټول ټال ٢٦ سیاحتي شرکتونه او د آنلاین خدمتونو د ثبت مرکزونه شتون لري.

۱۴۴۶/۸/۴ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۵ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

موسی کلا کې له ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په مشرۍ د موسی کلا ولسوالۍ په مرکزي تفریحي پارک کې ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د ځوانانو چارو آمر په خپلو خبرو کې د. . .

BACK TO NEWS