د سیاحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو له استازو سره د همږغۍ دوهمه ناسته وشوه
یکشنبه ( ۶ د ذوالقعده الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ ياد معينيت کې د سياحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو له استازو سره د همږغۍ دوهمه ناسته وشوه.
د ناستې په پيل کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي جمال په هېواد کې د ګرځندوی صنعت په وده، د سياحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو په انسجام، د یادو شرکتونو د فعاليتونو په تنظیم او د دې شرکتونو د جوازونو د وېش په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
ورپسې د شرکتونو استازو خپلې ستونزې او مشورې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معين سره شريکې کړې، چې د نوموړي له لوري د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شو.
ناسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
