د سيرت النبي (صلی الله عليه وسلم) کتاب لوستنې سیالۍ پايلې اعلان شوې
فراه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، پوهنې ریاست او د نهاوند علمي او فکري اداري له لوري څه موده وړاندې د ۲۵۰ تنو تر منځ د سیرت النبي(صلی الله عليه وسلم) د کتاب لوستنې سیالي ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او ۱۵ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابیلو ډالیو وستایل شول.
د مسؤلینو په وینا دغه سیالۍ د ځوانانو د فکري سمون، په سیرت النبي لا ښه پوهېدل او د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه، دغه ډول پروګرامونه د ځوانانو د فکري ودې په لوړولو کې اړین رول لري، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې له یادې سیالۍ څخه ترلاسه کړي، معلومات دې په ژوند کې عملي او تر نورو ځوانانو ورسوي.
ورته مهال ګډونوالو یاده سیالۍ ګټوره وبلله او د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق
