د سمنګانو اطلاعاتو او کلتور رئيس د خرم او سارباغ ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه
د سمنګانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيروز الدين "منيب" د دغه ولایت د خرم او سارباغ ولسواليو له عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه.
د يادې ولسوالۍ له کتابتونونو څخه د ښاغلي منیب د ليدنې موخه د ځوانانو په منځ کې د کتاب لوستلو د کلتور دودول او په دې سيمه کې کلتوري مرکزونو ته پياوړتيا ورکول دي.
ښاغلي منیب د دغه سفر په ترڅ کې ځوانانو ته وویل: زموږ موخه د ځوانانو په منځ کې د کتاب لوستلو د کلتور دودول دي، چې په دې برخه کې به موږ د روزنیزو ورکشاپونو، د لیکلوالۍ په اړه سیمنارونه جوړ کړو.
په ورته وخت کې د سمنګان ولايت د عامه کتابتون عمومي مدير جان محمد اميري وویل: په خرم سارباغ ولسوالۍ کې دوه کتابتونونه شته، چې يو يې د اطلاعاتو او کلتور رياست د عامه کتابتون اړوند و او بل يې د دې ولسوالۍ د يو شمېر ځوانانو او د قلم د خاوندانو په نوښت جوړ شوی دی.
۱۴۴۵/۵/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۸ هـ ش
