د زرنج ښار له عامه کتابتون او موزیم څخه څارنه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۷
ذدتت

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام او يو شمېر نورو امارتي مسؤلينو د زرنج ښار له عامه کتابتون او موزیم څخه څارنه وکړه.
له يادې څارنې څخه موخه د موزيم له تاريخي آثارو څخه لیدنه او بررسي او د عامه کتابتون ستونزو ته رسیدګي کول او ځوانان مطالعې ته تشويقول وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس وویل: عامه کتابتون د ځوان نسل لپاره غوره سرمايه ده، په کتابتون کې دا مهال شاوخوا دیارلس زره ټوکه د بېلابېلو علومو کتابونه شتون لري، چې په ټولو رسمي ورځو کې د مطالعې د مينوالو پرمخ پرانستی وي، مینوال کولای شي، دلته په ارامه چاپيريال کې له یادو کتابونو څخه ګټه واخلي.
ښاغلي الهام د نيمروز د موزيم په اړه وويل: د دې ولایت موزیم کې د ډبرو د دورې، د برونزو دورې، د کوشانیانو دورې، له کوشانیانو څخه د مخکنیو دورو، اسلامي او معاصري دورې اړوند نزدي ۱۲۰۰ تاريخي او لرغوني آثار شته دي، چې د نیمروز ولایت د بډایه او لرغوني کلتور ښکارندويي کوي.

۱۴۴۶/۸/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۹ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS