د زابل له ښوونيز مرکز څخه يو شمېر ځوانان فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۱:۵۴
wewe

چهارشنبه ( ۱۱ محرم ۱۴۴۶ ) زابل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه لسګونه بې وزله ځوانان په لومړي ځل د کمپیوټر له زده کړو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رٸيس مولوي رحمت الله حماد وويل: د ځوانانو د هڅونې، پرمختګ او ظرفیت لوړونې په برخه کې ډېر پلانونه لرو، د ځوانانو لپاره لازمه ده، ترڅو د خپلو استعدادونو او ظرفیت لوړولو لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي او د هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې برخه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر عصمت الله شکيب آغا وویل:  دا ځوانان چې شمېر یې څلویښت تنو ته رسېږي، د شپږو میاشتو په موده کې د کمپیوټر په پنځو برخو وینډوز، ورډ ، پاورپواینټ، ایکسل او انټرنیټ  کې زده کړې ورکړل شوې، چې تر څنګ يې د ځوانانو د فکري جوړونې په برخه کې هم هڅې روانې دي.
د یادوني وړ ده، چې ددې ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې دا مهال څه باندي 200 نور زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په وړیا زده کړو بوخت دي.

۱۴۰۳/۴/۲۸ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱۸ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS