د زابل له ښوونيز مرکز څخه يو شمېر ځوانان فارغ شول
چهارشنبه ( ۱۱ محرم ۱۴۴۶ ) زابل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه لسګونه بې وزله ځوانان په لومړي ځل د کمپیوټر له زده کړو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رٸيس مولوي رحمت الله حماد وويل: د ځوانانو د هڅونې، پرمختګ او ظرفیت لوړونې په برخه کې ډېر پلانونه لرو، د ځوانانو لپاره لازمه ده، ترڅو د خپلو استعدادونو او ظرفیت لوړولو لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي او د هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې برخه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر عصمت الله شکيب آغا وویل: دا ځوانان چې شمېر یې څلویښت تنو ته رسېږي، د شپږو میاشتو په موده کې د کمپیوټر په پنځو برخو وینډوز، ورډ ، پاورپواینټ، ایکسل او انټرنیټ کې زده کړې ورکړل شوې، چې تر څنګ يې د ځوانانو د فکري جوړونې په برخه کې هم هڅې روانې دي.
د یادوني وړ ده، چې ددې ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې دا مهال څه باندي 200 نور زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په وړیا زده کړو بوخت دي.
۱۴۰۳/۴/۲۸ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱۸ ميلادي
