د زابل اطلاعاتو او کلتور ریاست او (TLO) موسیسې د زون د مسٶلينو تر منځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۱:۵۶
....

تېره ورځ د زابل ولایت د اطلاعات او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد،  د ( TLO ) موسيسې د زون  له مسٶلينو  سره په داسې حال کې د همغږۍ ناسته تر سره کړه چې پر مهال يې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوي آمر او د ځوانانو چارو عمومي مدير هم حضور درلود.
 په ناسته کې د دواړو لوریو تر منځ پر هر اړخیزو همکاریو بحث وشو.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد وویل، مونږ ژمن یو، چې د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې علمي سیمینارونه، د ذهنیت جوړونې پروګرامونه او نور  ښوونیزو مرکزونه جوړ کړو.
 ور پسې د TLO  موسیسې مسٶل صدیق الله نورزي خبرې وکړې او ویې ويل، داچې د TLO موسیسې له لورې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د هوکړه لیک له مخې دوی د هېواد په ۲۸ ولایاتونو کې داطلاعاتو او کلتور ریاستونو د ځوانانو آمریتونو له لارې ځوانانو ته په مختلفو برخو کې کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې یاده موسیسه به په نږدې راتلونکې کې د زابل ولایت سربیره د هېواد په زياتو نورو ولايتونو کې هم د ځوانانو لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو سره په همغږۍ خپل فعالیتونه پیل کړي.

۱۴۴۴/۹/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۲ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS