د روشن مخابراتي شرکت د مرکزي زون رئیس د ځوانانو چارو معینیت سرپرست سره وکتل
د روشن مخابراتي شرکت د مرکزي زون مسؤل احسانالله اسدزي او د دې شرکت د بازارموندنې مرستیال عبدالعزیز نیازي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له سرپرست مولوي سید محمد سعید سره د معینیت په مقام کې وکتل.
دغه لیدنه د یاد معینیت اړوند د ځوانانو د وړتیاوو د پیاوړتیا مرکزونو کې فریلانسرانو ته د ځانګړو انټرنېټي بستو د برابرولو په اړه ترسره شوه.
د لیدنې په پیل کې د روشن مخابراتي شرکت د مرکزي زون مسؤل د ځوانانو د هڅونې په موخه د فرهنګي او ورزشي پروګرامونو د ملاتړ په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د روشن مخابراتي شرکت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې هم له بېلابېلو فرهنګي او ورزشي پروګرامونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورپسې د ځوانانو چارو معینیت سرپرست مولوي سید محمد سعید په بېلابېلو برخو کې د روشن مخابراتي شرکت له ترسره کړیو فعالیتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د ځوانانو چارو معینیت پهکارموندنې، ورزشي، تخنیکي او مسلکي برخو کې له ځوانانو ملاتړ کوي او په همدې موخه یې ښوونیز مرکزونه هم جوړ کړي دي.
ښاغلي سعید د روشن مخابراتي شرکت د مرکزي زون له مسؤل څخه وغوښتل چې د ځوانانو د وړتیاوو د پیاوړتیا مرکزونو کې ځانګړې انټرنېټي بستې برابرې کړي، چې د یاد شرکت د مرکزي زون مسؤل په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۷/۸/۸ هـ ق
