د روسیې هېواد یو سیلاني لغمان ته راغلی
له روسیې هېواد څخه لغمان ته یو تن راغلي سیلاني (سلاف) د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره په داسې حال کې وکتل چې د کلتور او ګرځندوی، د اطلاعاتو او ځوانانو چارو آمرینو هم ګډون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي هغه ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: لغمان ولایت بشپړ امن دی، د مختلفو هېوادونو سیلانیان دلته وخت په وخت سیل او سیاحت ته راځي، او دلته د سیاحت په موخه ښایسته سیمې او منظرې شته.
روسي سیلاني لغمان ته د خپل راتګ موخه سیل او سیاحت یاده کړه او ویې ویل: د لغمان او نورستان له تاریخي سیمو او منظرو څخه لیدنه کوم، همداراز یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د سیلانیانو لپاره یې بشپړه امنیتي فضا برابره کړې ده.
۱۴۴۵/۳/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۷ هـ ش
