د روزګان والي د اسلام پاله قلموالو او لیکوالانو سره وکتل
نن چهار شنبه (۶ د رجبالمرجب ۱۴۴۵) د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ د ياد ولايت والي الحاج مولوي محمدعليجاناحمد په خپل کاري دفتر کې د روزګان ولایت د اسلامپاله قلموالو او لیکوالانو سره وکتل.
ښاغلي محمدعليجاناحمد د دوی مبارزه وستایله او زیاته یې کړه چې موږ او تاسې د اسلامي نظام عسکر یو، باید شکر اداء کړو چې الله تعالی د خپل دین لپاره انتخاب کړي یو، خپله اراده او عزم باید کلک کړو، نوموړي پر سوشل میډیا لیکنې د دښمن سره مخامخ سنګر وباله او له ټولو لیکوالانو یې وغوښتل، لکه څرنګه چې مو دښمن ته په عملي میدان کې ماتې ورکړې باید پر ميډیا یې هم وځپو او موخې يې شنډې کړو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس اغاوليقريشي هم د قلموالو قلمي مبارزه وستایله او زیاته ئې کړه؛ ویاړو چې داسې ځوانان لرو، چې د غربي او غولېدلو لیکوالانو په وړاندې يې قلمي سنګر نیولی.
د ناستې په جريان کې قلموالو او لیکوالانو د والي سره ځینې ستونزې شریکې کړې چې والي هم د یادو ستونزو د حل کولو اطمنان ورکړ.
