د روزګان اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د تخنيکي او مسلکي زده کړو ليسې زده کوونکو ته ښوونيز سمينار پای ته ورسېد
د روزګان ولايت د اطلاعات او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر عبدالغفور کامران وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ليسې زده کوونکو ته يې شپږ ورځنی ښوونيز سمینار ورکړ، د یاد سمینار موخه د ځوانانو فکري روزنه، د ناوړه رواجونو پر وړاندې عامه پوهاوی، او د نظام ملاتړ ته د هغوی هڅول وو، دا سمینار په اغېزمنه توګه ترسره شو او د ځوانانو لپاره یې د معنوي ودې او مثبت بدلون فرصت برابر کړ.
نوموړي زياته کړه؛ په دې سمينار کې په ځانګړي توګه ځوانانو ته وویل شول: چې د کورني او ټولنیز ژوند په مختلفو برخو کي د مثبتو ارزښتونو رعایت وکړي او په دې توګه د ټولنې د پرمختګ لپاره رول ولوبوي، د نظام د ملاتړ، د هېواد د قانون او ملي یووالي او شرعیت پر اهمیت ټینګار وشو او ځوانان وهڅول شول، چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره کار وکړي.
هغه یادونه وکړه؛ چې ځوانان د ټولنې د پرمختګ اصلي ځواک دی او که هغوی د نظام ملاتړ وکړي، نو د هېواد راتلونکې به روښانه او له ثباته ډکه وي.
په پای کې زدهکوونکو د دې سمینار له محتوا او ښو پایلو څخه خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې هم د ځوانانو فکري روزنې او پوهاوي لپاره داسې نور ښوونيز سمينارونه جوړ شي.
۱۴۴۶/۵/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۳ هـ ل
