د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ میاشتنۍ ناسته وشوه
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ نوبتي میاشتنۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د همغږۍ پیاوړتیا، دقیقې او پر وخت اطلاع رسونې او د رسنیزو چارو په پیاوړتیا خبرې وشوې، مسؤلینو د غوره رسنیزو چارو ترسره کولو له امله مننه وکړه او د رسنیزو چارو د ملاټر ډاډ یې څرګند کړ.
دغه راز په ناسته کې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیز پروګرامونو جوړولو او د لرې پرتو سیمو خلکو د ستونزو او فعالیتونو د پوښښ په موخه د خبریالانو استولو پریکړې وشوې.
۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق
