د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۵۱
..

د زابل اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته یو ورځنی اصلاحي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په وینا دغه سیمینار د خبریالۍ د مسلکي اصولو، همغږۍ او د معلوماتو د اغېزمنتیا په موخه جوړ شوی و، دوی د رسنیو له استازو او خبریالانو څخه وغوښتل، چې هغه معلومات خپاره کړي، چې پر واقعیتونو ولاړ وي، د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي او د دښمن د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره د ګډ کار او پوره همغږي ولري.
دغه راز مسؤلینو په اسلامي ټولنه کي د ژورنالېزم او خبریالۍ پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو څخه یې هم وغوښتل، چي د خپلو ادارو معلومات او لاسته راوړنې پر خپل وخت له رسنیو سره شریکې کړي، تر څو د نظام لاسته راوړنې په ښه او شفافه توګه رسنیزې شي.

۱۴۴۷/۸/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS