د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږي ناسته تر سره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۴:۴۴
 kmkm

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د یاد رياست د رئيس مولوي رحمت الله حماد په مشرۍ د اطلاعاتو امریت تر چتر لاندې د ټولو خصوصي رسنیو له مسؤلینو اوخبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې ښاغلي حماد له ټولو مسؤلینو اوخبریالانوڅخه مننه وکړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې په خپلو ټولو چارو کې اصلاحات راوستلي دي. ښاغلي حماد یادونه وکړه، چې داسي څه باید ترسره شي، چې دنظام، هېواد او ولس د ملاتړ سبب شي. 
نوموړي وغوښتل چې د رسنیو تر منځ په اړیکو رامنځته کولو کې، د مسؤلینو سره د همغږۍ په جوړولو او د خبري موضوعاتو پر نشر او ارزښت یو له بل سره همکاري وکړو، ترڅو پرمختګونه ولرو.
ورپسې د رسنیو مسؤلینو په يو لړ موضوعاتو او پرمختګونو خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه يې د همکارۍ او همغږۍ له امله مننه وکړه.

۱۴۴۶/۳/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۰ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS