د رسنیزو چارو  پیاوړتیاو په موخه د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۳
..

د زابل او کونړ ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیزو چارو  پیاوړتیاو په موخه د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
په دغو ناستو کې د رسنیو پر ملاتړ، د روزنیزو سیمینارونو پر جوړېدو او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو وویل: رسنۍ د ولس او نظام ترمنځ د باور او پوهاوي مهم پل دی او باید د نظام لاسته راوړنې، د مشرتابه فرامین، عامه پوهاوی او مهم معلومات په دقیق، مسؤلانه او پر وخت ډول تر خلکو ورسوي. 
مسؤلینو د خبریالانو ترسره کړې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام په سترو قربانيو راغلی، ساتنه او د ولس خدمت د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
د ناستو په لړ کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل، چې د مسولینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
Background image

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS