د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون نوبتي ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۸:۴۸
....

چهارشنبه (د جمادی الاولی ۲۱مه، ۱۴۴۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب په مشرۍ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون نوبتي ناسته د وزارت مقام کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، چې د کمېسیون د نورو غړو په حضور کې جوړه شوې وه، د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو اړوند موضوعات وڅېړل شول.

ناسته کې لومړی د کابل ښار د چهاردهي او شاوخوا سیمو په اړه د یو شمېر رسنیو  له لوري د یادو سیمو اصلي نومونو پر ځای د "نامناسبه" نوم کارولو، چې د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د ۴۱۰۴ ګڼې حکم سره په څرګند ډول مغایرت لري، په څرنګوالي، په خوست ولایت کې د "ازمون راډیو " د مسؤل او مقابل لوري ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې په اړه هم بحث وشو، چې دواړو خواوو خپل شکایتونه د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون ته راجع کړي وو، همدا راز په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او د نظرياتو تبادله وشوه. 

د ناستې په پای کې د ستونزو د کره څيړنې په موخه د کمېسيون له غړو څخه کميټې وټاکل شوې، تر څو راتلونکې غونډې ته د ستونزو کره راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۴/۸/۲۱ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
Background image

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS