د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۳:۴۰
cc

نن چهارشنبه ( ۲۰ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کې د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د مطبوعاتو او رسنیو د نظارت رئیس مولوي صفي الله رائید او د کمېسیون نورو غړو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د تېرو غونډو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې او ورپسې د جهان راډیو ټلویزیون او د غور ولایت سیمه ییزو رسنیو ستونزې وڅېړل شوې او همدارنګه د رسنیو د ‌برق بل لګښت په اړه هم بحث وشو.
د غونډې په پای کې ټاکل شوې کمیټې د ملي او اسلامي هویت د پیاوړتیا لپاره د القابو، کلمو او اصطلاحاتو په اړه خپل راپور د کمېسیون غړو سره شریک کړ.
د یادونې وړه ده چې د کمېسیون غړو د څو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

۲۰۲۵/۲/۱۹ ز
۱۴۰۳/۱۲/۱ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

BACK TO NEWS