د رسنيو پر نشراتو د څار رياست له لوري له رسنیو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۸:۵۶
xdcfg

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند د مطبوعاتو او رسنیو پر نشراتو د څار ریاست له لوري د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د هېواد د بېلابېلو خصوصي او دولتي رسنیو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.
د مطبوعاتو او رسنیو پر نشراتو د څار رياست رئیس مولوي صفي الله رائد د پرانیستې وینا وکړه او د رسنیو له مسؤلینو یې وغوښتل، چې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي، اسلامي او ملي ارزښتونه په پام کې ونیسي او د نظام سره په پوره توګه همکاري وکړي.
ورپسې د رسنیو مسؤلینو خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د رسنیو شته ستونزې هوارې کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي، تر څو وکولای شي د غرب پلوه بهر میشتو رسنیو د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي او ولس له کره معلوماتو پر وخت خبر کړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي سلاکار قاري سعید خوستي د رسنیو د مسؤلینو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د هواري لپاره به یې هڅې کوي او یو داسې مېکانیزم به رامنځته کوي، چې د دواړو لوریو دوامداره همکارۍ ته زمینه برابره شي.
د ناستې په پاې کې د راتلونکو پلانونو او طرحو د جوړېدو په اړه هم نظرونه شریک شول.

۱۴۰۳/۱۱/۱۴ ل
۲۰۲۵/۲/۲ ز

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

موسی کلا کې له ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په مشرۍ د موسی کلا ولسوالۍ په مرکزي تفریحي پارک کې ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د ځوانانو چارو آمر په خپلو خبرو کې د. . .

BACK TO NEWS