د راه فردا تلویزیون د فعالیت د ځنډولو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلامیه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۵:۲۲
زرذ

 د راه فردا تلویزیون د خبریالانو او کارکوونکو له پرلپسې شکایتونو وروسته چې ګواکې د یاد تلويزيون د ادارې له خوا يې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي، ‏د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمیسیون له خوا د ستونزو د حل په موخه څو ځلې د دې تلويزيون مسؤلين راوغوښتل شول او د کارکوونکو د معاشاتو او امتيازاتو د ستونزو د حل سپارښتنې ورته وشوې، خو تر اوسه د دوی له خوا یادې موضوع ته رسیدګي ونه شوه، حتی ځینې وختونه له کارکوونکو سره ګواښوونکی چلند هم شوی دی، له همدې امله کمیسیون پرېکړه وکړه، چې د جانبينو موضوع د حل په موخه محکمې ته وړاندې کړي او د رسنیزو اصولو او قوانینو له مخې د محکمې تر پرېکړې پورې د راه فردا تلویزیون فعالیتونه وځنډوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت
نېټه: ۱۴۰۴/۲/۹ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS