د (د جهاد او سیاست امام) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۸
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د بابر بڼ د ملکې ماڼۍ په تالار کې د عبدالمتین عاطفي له خوا د لیکل شوي (د جهاد او سیاست امام) په نوم کتاب مخکتنه وشوه.
د عامه کتابتونونو ریاست مسؤلین وایي: دغه کتاب د افغانستان د نومیالي جهادي شخصیت او د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د بنسټګر مولوي محمد نبي محمدي رحمه‌الله د ژوند، انقلابي ویناوو، اشعارو، اغېزو، خاطرو او د نوموړي په اړه د نظریاتو په اړه لیکل شوی دی. د کتاب د مخکتنې موخه د دغه علمي اثر معرفي کول، د محتوا تبین، د کتاب د موضوعاتو په اړه د علمي بحثونو لپاره زمینه برابرول، د مطالعې او څېړنې فرهنګ پیاوړی کول او د لیکوال د علمي هڅو ستاینه ده.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي، علمای کرامو، لیکوالانو او ادب‌پالو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل:  دا مهال په هېواد کې ۱۰۹ عامه کتابتونونه فعالیت لري، هڅه کوو، چې علمای کرامو، زده کړیالانو، زده‌کوونکو او د کتاب مینه‌والو ته د مطالعې مناسب فرصتونه برابر کړو.
دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل: دا یو نه پټیدونکی حقیقت دی، چې علمای کرامو د افغانستان په تاریخ کې مهم او ټاکونکی رول لوبولی دی، اشغالګرو تل هڅه کړې، چې خپل افکار او موخې پر افغانستان تحمیل کړي، خو علمای کرامو د هغوی پر وړاندې درېځ نیولی او د دیني او ملي ارزښتونو دفاع یې کړې ده، د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال هم د حق غږ پورته کول اسانه نه وو، خو مولوي محمد نبي محمدي (رح) په زړورتیا خپل غږ پورته کړ، موږ د هغه پر علمي او جهادي خدمتونو ویاړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د علماوو کرامو او مجاهدینو د ژوند، کارنامو او خدمتونو ثبتول او خپرول زموږ اخلاقي، اسلامي او ديني مسؤلیت دی، د دې ډول آثارو لیکنه او خپرول د هېواد د تاریخ څرګندونه کوي او د علمي او فرهنګي میراث د ساتنې سبب ګرځي.
ښاغلي عزیزي له علمای کرامو، څېړونکو او لیکوالانو څخه وغوښتل چې د علمای کرامو خاطرې، علمي او ښوونیز فعالیتونه، قربانۍ او خدمتونه ولیکي، ترڅو راتلونکي نسلونه له دې ارزښتمن میراث څخه خبر او ګټه ترې واخلي.
ورته مهال د مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د دغې غونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه او ویې ویل: مولوي محمد نبي محمدي د تنظيمي فعالیتونو له لارې نه، بلکې د دیني علم، تدریس او علمي خدمتونو له امله شهرت ترلاسه کړی و، تاریخ باید په رښتینولۍ او د واقعیتونو پر بنسټ ثبت او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي، په اوسنیو فکري شرایطو کې د دې ډول پروګرامونو جوړول مهم او ارزښتمن دي.
همدارنګه د هېواد نومیالي لیکوال او څېړونکي مولوي شیرآغا رشیدي، د کتاب لیکوال مولوي عبدالمتین عاطفي او لیکوال دادمحمد ناوک د مولوي محمد نبي محمدي رحمه‌الله د علمي، فقهي او جهادي شخصیت، ژوند، کارنامو او سیاسي او جهادي فعالیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. دوی ټینګار وکړ چې مولوي محمد نبي محمدي د افغانستان د معاصر تاریخ له ځلانده او اغیزمنو شخصیتونو څخه و او علمي، ديني او جهادي خدمتونه یې د هېواد په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
د غونډې په پای کې د کابل د جهادي مدرسې استاد شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل رحماني د مولوي محمد نبي محمدي رحمه‌الله د ژوند او تاریخي مبارزو په اړه وینا وکړه او د کتاب مخکتنې مراسم د رحماني صاحب په دعا سره پای ته ورسېدل.

۱۴۴۸/۱/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

کاپیسا کې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د (د جهاد او سیاست امام) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د بابر بڼ د ملکې ماڼۍ په تالار کې د عبدالمتین عاطفي له خوا د لیکل شوي (د جهاد او سیاست امام) په نوم کتاب مخکتنه وشوه.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له یوولسمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د یوولسمې ناحیې د قلعه نجارا څلورلارې د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS